Kakar

د خپلې زمانې او خپلې طبقې ضمير / خان زمان کاکړ

26.05.2010 10:29

           

                                    

ژوند څه وي؟ د ژوند د تېرولو ادا او انداز څه وي؟ ظالم څوک او مظلوم څوک وي؟ ددې عوامل او علامات څه وي؟ طبقاتي جبر، استحصال، قومي نابرابري، معاشي بد حالي او سماجي ناانصافي کومې سرچينې لري؟ د جبر، جنون، جمود، جارحيت او جاهليت په ضد د مبارزې نوعيت، هئيت او ماهيت څه وي؟ قومي تاريخ، قومي تشخص او قومي برابري څومره مهم او لازم توکي وي او په کومه طريقه به يې حفاظت او د نړۍ په کچه استقامت پکار وي؟ قام پرستي، ترقي پسندي،مزاحمت، مقاومت او مبارزه څه او څنګه وي؟ په سياست او ادب کي سوچ، نظريه، التزام او کمټمنټ څه ته وايي؟ دا او ددې د بطن نه رازېږېدونکي او ددې په تعامل او تفاعل کي راتلونکي نور ډېر سوالونه چي په نوي نړۍ ليد کي د کوم پښتون او خواريکښ په ذهن کي راپېدا کېږي، د اجمل خټک په سياسي او ادبي ژوند کي ددې جامع او مستند ځوابونه خوندي دي. دا د طبقاتي ژوند او د قامونو د ضمير سوالونه دي، ددې د ځواب لپاره تر اجمل خټک موزون او وزين ماخذ په نظر نه راځي. دا ځکه چي اجمل خټک د خپلې زمانې او خپلې طبقې د ضمير  نمائنده وو. د فکر دې سرچينې د روغ دور ذهني او نظرياتي دښته سېرابه او شېراز ه کړه. د خلکو په تحريک کي يې د مزاحمت روح توانمن وګرځاوه او د خلکو په ادب کي "صور اسرافيل" ثابت شو. د سياست او ادب د رخ او مخ په ټاکلو کي يې انقلابي دنده تر سره کړه او د ټولنيز فکري پېش منظر په بدلولو کي ټول عمر شريک پاته شو. هم دا په رښتينې توګه د ترقي پسندۍ په مانا، مفهوم او معيار پوه او پوره انسان وو. د مزاحمت د ارزښت او انجام نه خبر وو، د مزاحمت په جرات سمبال ګرځېدو. پښتون قامي تحريک او پښتو ادب ته ددې جرات په سپارلو کي د اجمل خټک ونډه موسسانه ده. د مستبد او جابر نظام په فکري تورتمونو کي يې د مزاحمت ډيوه په خپل ټينګ عزم او وفا روښانه وساتله او د زندانونو او زولنو په بندي بندي ژوندکي يې د انسان د ځلاند سباوون او د خپل قام د خپلواکۍ امېد جاندار او توانا وساتلو. هغه امېدونه وېشل، هغه امېدونه کرل او هغه امېدونه تخليقول . هغه د امېد مبارز وو، د امېد شاعر وو. ځکه خو يې پر بدلون يقين درلود، مايوسۍ ورباندې په هغه کچه غلبه نه شوه کولې، چي د خپل مرام او ارمان نه يې غافل او کاهل کړي. د امېد دا سفر او انتظار که هر څومره اوږد وو، په سماج کي که هر څو د مايوسۍ غلبه وه او حالات که هر څومره مايوس کُن پلو روان وو خو اجمل خټک د "سرې ډولۍ" د پېمان نه "د وينو په ډنډ کي د يو نوي ګل" د پېدا کېدلو تر ارمان پورې د خپلې ژوند پرستۍ او امېد پرستۍ ثبوتونه ورکول.  د خپل ژوند ټول امېدونه يې ټول عمر پر يو مرکز، پر يو تحريک راغونډول، د باچاخان تحريک..... دې تحريک ته يې خپل ټول توان په صدقه کي ورکړ، اجر، صله او ثواب يې و نه غوښت، د احسان عادي نه وو ګني د کوم احسان مستحق نه وو؟. رهبري، مشري او عهده داري ورسپارل د هغه احسان پزيرائي نه بلکي صلاحيت پذيرائي وه، خو که چرته ايډجسټ نه شو، نو د ډېرو زياتو محرکاتو سره به يې يوه وجه د مزاحمتي شاعرانه فطرت او د پارليماني سياست نه ادغام وو. زموږ مزاج او د پارليمان مزاج، عن لکه رحمان او شېطان، لکه نېکي او بدي، لکه حق او باطل او لکه سوشلزم او بربريت، دا د نه پخلا کېدونکي تضاد سبق دی، دا متصادم کېفيات دي. اجمل صاحب ددې تضاد او تصادم تفسير و تفصيل ليکلی دی، ټوله نغمه سرائي او نظم ګوهي يې د طبقاتي تضاد او تصادم د حقيقت سياسي او سائنسي تجزيه تېروي. د جديد سماجي سائنس په حواله او د جديدو ادبي رجحاناتو په حواله د اجمل صاحب کنټريبيوشن تاريخ ساز دی. د غلامۍ په ضد يې د انتهايي درجې احتجاجي او مزاحمتي رويې وپنځولې. داسي انحرافي تشکيکي افکارو ته يې وده ورکړه، چي د مقتدر او مستبد نظام لپاره نن هم يو للکار دی، ګواښ دی.

مېښې منمه د نواب صاحب  دي
دې  کي  خبره  کول توان د چا دی؟
ولې  اې  اې  د انسانانو ربه!
دغه  ګوجر غريب انسان د چادی؟

د کوم اجمل خټک د شاعرۍ باقاعده ابتداء چي په "پښتون" کي، د باچاخان په "پښتون" کي، "څوک چي عاشق وي په خندا رسۍ د دار خپلوي" څخه کېږي، نو د هغه اجمل خټک انتهاء به څه وي؟ دا د مزاحمت بې ساحله سمندر دی، ستم ځپلي ورباندې د جبر په ټکڼه غرمه کي خپله تنده ماتوي. د بې سرحده موضوعاتو، بې حده وسيع النظرۍ او د ټول انسانيت د دې شاعر سببِ عظمت دا دی، چي په  ټول ژوند کي يوې طبقې ته محدود پاته شو. هغه دومره لامحدود نه وو، چي د طبقاتو د حدود نه ماورا او مبرا شي. ځکه نو د يو لوي اکثريت د جذبو او دردونو ترجمان دې سړي د يو جابر اقليت د دښمنۍ زنځير په غاړه ګرځاوه.   اجمل صاحب په انتهائي بد ترين اذيت کي په محبس دننه پاته شو خو د خپل ټولنيز فکر چاپېر محبوسيت يې مات کړ، ذهنونه يې د اوهامو او توهماتو نه ازاد کړل. د "جنت" او "فرياد" په ډول شهکار نظمونه يې د فکر د محبوسيت او محدوديت د ماتولو لپاره د هغه جرات عکاس دي، چي تر دې وړاندې يې په پښتو ادب کي مثال او سيال نشته. د "بې قرارۍ"د شکوې، شکايت او نشاندهۍ زور ته به يې اوس هم څوک ټينګ نه شي. د "غېرت د چېغې" اهميت، قوت او مقناطيسيت هم په دې کي دی، چي دا په پښتو ادب کي په لومړي ځل د ټولنې د ځپلې او ربړېدلي قشر انتهائي بليغه او جميله نمائندګي کوي او په لومړي ځل طبقاتي تضاد ته توانمنه او سپرغينه ژبه ورکوي. د افتاد ګانِ خاک په ننګ جنګ، د مزدور په ننګ او د ګوجر غريب انسان په ننګ جنګ د اجمل صاحب په سرشت او سرنوشت کي شامل وو. د هغه ژوند  د ذاتي عېش او مستۍ تجربه نه درلوده بلکې د اذيت خانو، زندانونو، زولنو او ټارچر سېلونو تجربه کار وو. دا هم زلمی وو خو د چا دنګې سپينې غړۍ سره د لونګين په ټال نه شو ځنګېدی او د ګرمو پستو شونډو په انګوري پيالو کي يې ځان ته د عشق آبِ حيات تيارولی نه شو. د هغه ژوند دې ته فرصت ونه موند. هغه که کومه "پېغله" سندره کړې هم ده، نو د مزاحمتي ادب شهکار يې ترې تخليق کړی دی. څوک به يې جواب ووايي؟ داسي لېوني او پاګل مزاحمت ته جنم ورکوونکی اجمل خټک که په زندانونو کي نه واي، نو چېرې به وو؟ "دا زه پاګل وم؟" د تاريخ د جبر کوم سرګزشت تېروي او د کوم پاګلتوب  صدائې بازګشت دی؟ هيڅ نه دي، زما او ستا د حق لپاره، د دې خپل ځپلي قام د بقاء لپاره او د خواريکښ انسانيت  د روښانه مستقبل لپاره د يو ملنګ  د پاګلتوب داستان دی. دې بې نيازه ملنګ د خپل ټول ژوند او مبارزې خلاصه داسې ورکړې وه.

وېم  د دې لوی کور انغری دي جوړ شي

خېر دی  که پاته زما   څلی   نه   شي

تر دې بل وسيع البنياد اجتماعي شعور څه کېدی شي؟ د خوشحال له خاورې پورته شوې دا نغمه د بين الاقواميت په تار کي زمزمه شوه، د پښتنو قومي سوال يې له بېن الاقوامي سوال سره پېوند کړ. ترقي پسندي په پښتو ادب کي له معلوم تاريخ نه اخښلې پاتې ده، خدائي خدمت ګار تحريک دا جانداره کړه او ترقي پسند تحريک په خپل منظم چوکاټ او ترتيب کي معارفي کړه، اجمل صاحب د خپل قامي تاريخ، خدائي خدمت ګار تحريک اوترقي پسند نهضت د اثراتو په امتزاج ترقي پسندۍ ته دوام وباخښه، ځکه چي ترقي پسندي دوام دی، د پرمختګ دوام .......!! هغه تش کتابي نه بلکې عملي ترقي پسند وو، د ترقي پسندو رهبري يې وکړه.  په ترقي پسندۍ کي يې د مروج نمايش په سبب اجنبيت نه وو بلکې د خپلې خاورې د مزاج مطابق د پښتونولۍ په مثبتو قدرونو پوښلې وه. همدا يې د عظمت بنسټيزه حواله ده، چي له خپلې خاورې او خلکو سره ټول عمر پېوند پاته شو، خلکو ته يې د خلکو په ژبه د خلکو خبرې ډالۍ کړې. په انتهايي دوزخي حالاتو کي يې هم د خلکو ژبه ګړندۍ وساتله او مبهمې علامت نګارۍ ورباندې غلبه ونه کړه. دا يې له خپلې خاورې او خلکو سره د وفادرۍ، د نظرياتي کمټمنټ او جرات تر ټولو لوی ثبوت دی او هم دا يې په ادبي مېدان کي تر زرګونو "کمالِ فن" ايوارډونو لوی ايوارډ دی. په هم دې سبب "سرکاريت" هم مجبور شو، چي د اجمل صاحب عظمت ته سر کښته کړي. د اجمل صاحب عظمت ته د سر کښته کولو باوجود اجمل د سرکاريت نه برداشت کېدی نه شي. دا دښمني او جنګ دايمي دی. سرکاريت روشن خيال او جمهوري نه بلکې له حالاتو مجبور دی، دا يې اخري کارنامې او کارفرمائۍ دي.داسې پر اخري ډګري او اخري پړاؤ ولاړ دی، لکه د دوي محافظ نظام، چي د يوې دهکې په انتظار دی. د سرکاريت، فرعونيت او مطلق العنانيت د بنيادونو په کمزور کولو کي د اجمل صاحب کردار تاريخي او انقلابي دی. هغوي عوامي شعور ته له زمکې نه د ټوکېدو لار وروښووله.  زمکنيو حقايقو ته يې ژبه په داسې هنر ورکړه، چي د مقاميت د ترجمانۍ سره د افاقيت د درجې حامل وګرځېده. د قامي انتهاء پسندۍ د مخالفت او د اوچت طبقاتي شعور اندازه خو يې دا وه،

چي  نشه   د استبداد لري په سر کي

ماته  يو  دی  که  مغل  دی که افغان

ددې فکري وسعت اندازه به يې په کومه پېمانه وي؟ چي:

د حسن  په معيار کي يې مشرق او مغرب نشته

دا ځکه خو خټک کچکول راواخيستو ملنګ شو

دې ملنګ د هېومينيزم په خېرات پسې کچکول ګرځولو، هغه انسان دوستي غوښته. صداقت يې غوښتو او ښکلا يې غوښته. "ګلونه تکلونه" د جديدو جمالياتو په تول پوره غزل زار دی. تغزل يې د ژوند په نول اخته کړی دی.

د انتهايي درجې فکري نارسايي دا ده، چي سياست د اجمل خټک د شاعرۍ رنګين جهان په ګرځونو ولاړه. ژور نظر لرونکي پوهېږي، چي سياست د اجمل صاحب شاعري په هنداره بدله کړه، چي د يو لوی دور د تاريخ، د خپلې طبقې د ضمير، نه ختمېدونکي جنګ، تصادم او تضاد څېره پکي ښکاري. همدا د سياست او ادب د امتزاج برکت دی، چي اجمل خټک د ننني پښتني جهان معنوي باچا دی، هم په سياسي او هم په ادبي جهانبيني کي د خپلې زمانې او طبقې ضمير دی. د اجمل صاحب د سياسي او ادبي ژوند  د جدا جدا مطالعې مغالطه داسي ښکاري، لکه څوک چي هغه د ژوند، پښتنو او مبارزې نه په بېل تناظر کي مطالعه کوي. د حقيقت پسندۍ سره څومره جفا به وي، چي د اجمل صاحب له شاعرۍ دي څوک ژوند، پښتانه او مبارزه بېل کړي او د هغه په شاعرۍ کي دي د رنګين خيال په لټون سره شي. د خالص ادب نقادانو ته دا يوه جمله په چېلنج وړاندې کوم، چي که د اجمل صاحب په شاعرۍ کي کوم هنريت، شعريت، رنګيني او رنګارنګي ده، نو د هغه د سياسي وژن مرهونِ منت ده. د هغه په لفظونو کي ټول قوت او طاقت د عملي مبارزې د زمکنيو حقايقو د ادراک په سبب دی. په دې د زړونو د واکمنۍ وياړ ورپه برخه دی، چي څه يې ويلي او ليکلي، تر هغې يې په څو چنده زيات په عملي ژوند کي تر سره کړي دي. خلکو په دې خپل زړونه د خپل ملنګ کچکول ته ورنذرانه کړل، چي د شاعر اجمل خټک او مبارز اجمل خټک تر منځ يې فاصله ونه ليده. ځکه چي:

مرګ  او  ژوند  مي د  خپلواکه  پښتونخوا دی

ما    خوړلی    په   پښتو    باندې    قسم    دی

که    يې   سر    بيا  بيا   ماتېږي  هم  وردرومي

خټک    داسې    لېونی    د    خپل    صنم   دی

اجمل صاحب د فکري جمود په تورو او تتو تيارو کي ځان وبلولو، هغه د مزاحمت سرې لمبې وخورولې، د کلام او د مرام په شفق!! په خندا دار ته ختل، غر په سر سورې کول، خپل هډوکي سولول، کاڼې په نس پورې تړل، د زوړ نظام رګونه پرې کول، د غټانو د رب په پښو کي د وږو نه حلقونه پرې کول، لنډه دا چي "مست د لېونتوب په تهمت عمر د خټک تېر شو". دا عمر تېر شو، خو ختم نه شو، ځکه چي دا لېونتوب، پاګلتوب او ملنګتوب د ختمېدلو نه دی. دا باب بند نه دی، ځکه چي دا افاقي باب دی، د ژوند باب دی، چي تر څو ژوند وي دا به پرانيستی وي. دا د مزاحمتي سياست او ادب اخري سړی نه وو، ځکه چي دې سړي داسي ژوند نه وو تېر کړی، چي په ميراث کي څوک پرې نه ږدي بلکې يو روغ نسل يې روزلی دی، يو روغ دور يې متاثره کړی دی او يو روغ تحريک ته يې خپله وينه او مينه ورنذرانه کړې ده. دې ته اخري سړی ويل به ډېر زياتوب وي. د تاريخ له ارتقائي سفره به انکار وي. د غمرازيو د انداز زموږ روايت او عادت ګرځېدلی دی. په همدردانه استدلال کي د لويو فکري تېروتنو سره مخامخ شو.

زه په دې نظر يم، چي اجمل صاحب ستايل نه بلکې پېژندل پکار دی. هغه سړی، چي د يو روغ دور پر ذهنونو يې راج کړی وو، هغه مبارز، چي له کابله تر بنګاله يې شهرت او قيادت وو، هغه سياسي استاد، چي نسلونه يې روزلي وو.هغه باغي، چي په سر د غر سوری کولو پاګلتوب يې کولو او هغه انقلابي، چي د طبقاتي شعور په خورولو کي يې د پېغمبرانه حثيت ثاني نه وو. هغه شاعر، هغه مبارز، هغه استاد، هغه باغي او هغه انقلابي زما او ستا ستايلو ته هيڅ ضرورت نه لري. که ضرورت دی، نو زموږ دی. موږ په رښتيا هم اجمل صاحب ته ضرورت لرو، ځکه نو پېژندل پکار دی، لوستل او څېړل پکار دی. نور بايد ستاينليکونو ته د پای ټکی کښېښول شي، ځکه چي دا ستاينليکونه تکراري دي. دا ساندې، دا مرثيې موږ پر ډېرو مړو ويلي دي. نور ددې وخت نه دی. بايد چي د خپل ټولنيز فکري پېش منظر په بدلولو کي د اجمل صاحب له افکارو مرسته واخيستل شي، ځکه چي اجمل صاحب د خپلې زمانې او خپلې طبقې ضمير دی.

دا خټک چي په سلګو سلګو کي خاندي

مطمين  دی  چي  په  مينه د  اشنا  مري

.......................................................................................................

حلیم شملزی 27.05.2010 08:46

تاوده سلامونه.<br />له ډیری مودی پس ستاسی لکنه لولو. په کلم مو برکت شه .<br />کله کندهار یا کابل ته راشی چی له نږدی ووینو .<br />مننه حلیم شملزی کندهار

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.