Kakar

آفت زده انسانيت / خان زمان کاکړ

22.10.2010 10:54

موږ له تندي مرو، موږ په اوبو کي مړه شو، په زمکه کي د پناه ګنجايش نشته. مسکن کنجوسي کوي، کلي او ښارونه د استوګنې او اوسېدنې نه دي. خو ژوند کمپرومايز هم نه کوي، له مرګ سره د سودا بازۍ فطرت هم نه لري بلکې  د خپلې بقاء لپاره د جهدِ مسلسل، جنګِ مسلسل خصلت لري.

د اوبو لپاره ترسېدونکې زندګي چي په سېلابونو کي ډوبېده، د فطرت راز قابلِ ديد وو.

له ترهګرو سره جنګېدونکی قام چي له سېلاب سره جنګېدو، دا ژوند پرستي بېخي دلچسپه وه.

انساني آفت ته چي قدرتي آفت سهاره ورکوله، جنګ ځپلی اولس چي سېلابونو ځپلو، داسي ښکارېده لکه چي "د خلکو په ضد زمکه او اسمان سره يو ځاي شول".

آفت د زمکې وي که د اسمان، بچاؤ ترې په پلاننګ کېږي. آفتونه په زاريو څوک نه پرېږدي.

د فطرت او تاريخ په ارتقايي سفر  کي بقاء په بېدار دماغي کي وي، په ساينسي بهره مندي کي وي.

ژوند ساده او هوسا مسئله هرګز نه وي، دا بې پناه پېچيدګي لري. دا پېچيدګي تشخيص غواړي.بينايي او باريک بيني غواړي.

موسمياتي بدلون چي چرته هم نظر انداز شي، د موسمياتي تباهۍ توجه ورباندي مرکوز شي. يعني د موسمياتي بدلون ادراک نه لرل موسمياتي تباهۍ ته دعوت ورکول وي.

ګلوبل وارمنګ مسخرې ګڼل ځان مسخره کول دي، له خپل مستقبل سره لوبې کول دي.

فطرت رحم دل هم وي، قهرجن هم، له رحم دلۍ نه يې د ګټې اخيستلو چانس بايد ضايع نه شي او له قهر نه يې په ځان ژغورلو کي بايد کوهتايي ونه شي.   څوک چي د کايناتو د تسخير جستجو نه لري، فطرت هغه ته د رحم دروازې نه پرانيزي. چي د منصوبه بندۍ فقدان وي، د فطرت قهر به شديد وي. موږ چي په کومه آفت زده جېلخانه کي بنديوان يو، په دې کي هر آفت بلا شديد وي، ځکه چي دلته د مرګ پر سازوسامان ټوله سرمايه، توجه او انرجي صرفېږي، خو د ژوند د بچاؤ هيڅ پکي نشته. هر کال سېلاب راځي، زلزله کېږي، واکمن ثابتوي، چي له هغوي سره د ژوند د بچاؤ هيڅ نشته. چي خبره له هند سره د سيالۍ شي، دوي وايي موږ په جديدو هتهيارونو سنهبال او د غاښ ماتونکي ځواب ورکولو قابل يو.

داسي آفتونه يوازي د ځاني او مالي زيانونو باعث نه شي، بلکې پاتوو ته د تراژيديو لمن خوره کړي. اپاهج او مفلوج نسلونه د داسي آفتونو پېداوار وي. په آفت زده خاوره کي د ناروغيو امپراتورۍ جوړې شي، ناروغۍ دارو درمل غواړي. په پاکستان غوندي ملکونو کي دا تر ټولو ګران بيه شی دی. ذهني او عصابي ناروغۍ په آفت زدګانو کي عام واقعيت وي، تريخ ياد سړی دننه تخريبوي. د آفت د نزول قيامت خېزه لمحه چي د مستقبل د ژوند جزوِ لاينفک شي، د هيلي، اميد او بهترۍ ډيوې مړژواندي شي. تصادفي واقعات د ژوند د ثبات،  باور او رفتار لنډ مهالي ثابته کړي. انسان که له ژونده منکر نه کړي خو د ژوند پر پايښت يې بې اعتماده ضرور کړي. په دې ډول واقعاتو کي پاتې يتيم نسلونه د مستقبل بې تربيته نسلونه وي. چي رياستي تربيتي پلاننګ نه وي، لا وارثه يتيمان به د ټولنې جرايم پېشه طبقه ګرځي، د شدت پسندو په لاسونو کي يې روزل پاي په تخريب استعمال شي. آفت چي د سماج معاشي بنيادونه خاکستر کړي، نتيجه يې د عزتِ نفس په سرخوږۍ اخته انسانيت راپېدا شي. داسي سماج د انساني صلاحيتونو مقتل ثابتېږي. امداد ته د مجبور سماج يوه برخه اخر د خېراتونو عادي وګرځي. په خېراتونو کي د انساني شرف او وقار تحفظ ممکن نه وي.

آفت ځپلي ماشومان چي په ذهنونو کي د خپلې ورانې نړۍ د تصویرونو البم محفوظ ګرځوي، په نفسياتي عدمِ تحفظ به اخته وي. ددې ورانې نړۍ بحالي دلته ډېره مشکل وي، ځکه چي د بحالۍ ادارې دلته کي ناپيد او ناپديد دي. د خوبونو شتمني چي په سيند لاهو شي، نو سينې د يو سپيره غربت نه ډکې شي. د غربت په دې سپېرو دښتو کي بيا د امېدونو آبياري ناممکنه وي. زموږ داخلي او هم خارجي نړۍ د ورانيو تابلوګانې ترسيموي.  په دې کي به څه د غمِ جانان او غمِ دوران کيسه وي. د تاريخ جبر په دې خاوره کي د جمالياتو مقتلونه جوړوي. چي جماليات وژل کېږي، ګويا په انسان کي دننه ژوند وژل کېږي. ژوند چي بې مينې، بې ښايسته او بې جانانه شي، نو مرګ ترې په څو چنده بهتر شي.

د زمکې رنګيني د يو اوږد ارتقايي عمل مرهونِ منت وي، ددې رنګونو په ترتيب او تزئين کي د پېړيو پېړيو انساني محنت کار فرما وي، په دې کي داسي ناګهاني انتشار د انساني تاريخ لوی تاوان وګرځي. د رنګينيو ګډوډي د تخليقي صلاحيتونو په ګډوډي تمامه شي. ددې مشاهده لرونکي فنکاران به حتمي د يوې اوږدې مودې لپاره ياس او فرياد تخليقوي، د يادش بخېر د ارشيف نه به زړې پارچې راباسي او د هغوي په واسطه به خلک هغې زمانې ته ستنوي، چي روغ کور وو، دباندې باغ وو، ګودر وو، ياران، محفلونه او چکرې وې. په دې بيان کي زياته مبالغه ممکنه وي، خو د يادګيرني د فرياد او ارمان په تاثر کي خلک له ځان سره مشغول ساتلی شي.

زموږ په وطن کي قومي او سماجي انفراسټرکچر اوږدمهالو جنګونو وران کړی دی، پر دې چي قدرتي افات هم تېر شي، نو ګويا د ژوند ټوله ډهانچه ورانه شي. اعلان وشي، لسيزې شاته راغلو. دلته کي هر سفر د واپسۍ دی. په ذهني لحاظ په شا شا ستنېدل خو مو ډېره پخوانۍ غميزه ده، سياسي، سماجي او معاشي طور هم چي په شا ستنېدل يو دوامدار عمل شي، د ژوند مفهوم ګډوډ شي. دلته کي اکثر اعمال د واپسۍ باعث دي. ملايان بېخي رښتيا وايي، چي دا زموږ د اعمالو نتيجه ده، د ګناهونو سزا ده. خو دا اعمال او ګناهونه د پلاننګ د نشتوالي دي. دا بې شکه يو عذاب دی، د پلاننګ نشتوالی په عذاب کي شدت پېدا کوي. په تباه حال انفراسټرکچر کي کله هم دا نه وايو، چي پلاننګ پر فطري تبدل قابو ساتلی شي بلکې مدعا مو دا ده، چي پلاننګ د تباهۍ شرح کمه ګرځولی شي.

عقلِ سليم څه وايي، چي خلک سېلابونو  ووژل که ناقصو نامحکمو خټينو دېوالونو.......؟

د ازل څه پاخه ليکلي دي، چرته چي خړې خونې ښکاري، کور د پښتانه وي؟

اندازه بايد ولګول شي، چي د سېلابونو د مرګ او د سېلاب د ناروغيو د مرګ تناسب به څه وي..؟

يو مېزان پکار دی، د ګناهونو د تول......... يوه جايزه بايد وشي ، چي په سېلاب ځپلو سيمو کي چرته او څومره سېنماګاني او نېټ کېفې وې؟ ځکه چي مذهبي دانش وايي، چي چرته زمکه فحاشه شي، اسمان يې د صفا کولو په نيت راشي.

د يو تحقيق ضرورت دی، چي په سېلاب ځپلو سيمو کي د څو فېصد خلکو فحاش ويډيو کليپونو ته رسايي وه او څو فېصدو په ذهنونو کي د پلار نيکه د رواياتو ډاکومينټري تکراروله؟

د ددې څېړنې انتهايي اړتيا ده، چي په موږ کي څومره انسانان د ګناه تر منبع (ساينس) پورې رسايي لري؟

دلچسپ تجسس دی، چي معلومه کړي، چي سېلابونو څومره کمپيوټرونه، کېمرې، ټېپونه او موبايلونه يوړل او څومره يې بېلچې، کلنګونه، کدالونه او لورونه يوړل؟

د ملېن ډالر سوال دی، چي په صنعتي او مشيني دنيا کي انسانيت ولي دومره زرعي منحصر پاته وو او ولي زرعي زيانمن شو؟

يو سروې پکار ده، چي په اوسنيو سېلابونو کي څومره د "سرمايې ګناهګاران" او څومره د "محنت ګناهګاران" مړه شول؟ زموږ عمومي معلومات دا دي، چي سرمايه په لويو ښارونو کي ځانته د نمايش او تفريح لوی فلېټونه او بنګلې نيسي. دا مو هم اورېدلي، چي سرمايه اوړی يو ځاي او ژمی بل ځاي تېروي. دا پر يو ځاي قيام نه کوي، بې چيني وي پکي......... او بوريت هم وي. دا سېل، چکر او پکنک غواړي.

د غېرت د فلسفې موضوع ده، چي امداد ته په کتارونو کي، په دهکو او جمپونو کي نسوانيت کومه "بې پردګي" تېروله، د غېرت له محافظينو  سره   ددې د مخنيوي څه متبادل وو؟

د اخلاقياتو په ابديت قايلو ته متوجه نکته ده، چي د رزق په تلاش د اخلاقياتو دائرې د شديد شکست و ريخت په غميزه کي په بشپړه توګه تغير مانه ، جنسي امتياز خپله کچه بدلوله، دوي د ابديت پر کوم ابجد حساب کاوه؟

پاکستاني ليفټ ته راجع پوښتنه ده، چي کله د سېلاب ځپلو د مرستې په نيت متشدد رائټ په پراخو لاسونو، په خورو ورو امدادي کېمپونو خپله اصلي نښه ويشته. په عکس العمل کي ترقي پسندي او تخريب ځپلي اولسونه يو له بله ولي اجنبي پاتې وو؟ د الخدمت او فلاح انسانيت په غويمنډ کي هر وخت له موږ نه خپل مارکسيسټ او سوشلسټ ورک شي. مزدور تنها دی، بې قيادته دی.  خوشګفتار ليفټ په خپلو نظريو کي د اجتهاد په لار اوس د صوفيزم د اهميت قايل دی. بېخي ترکِ دنيا، ترکِ مزدور صورتحال دی.

د خپلې مقدسې قام پرستۍ په مخ کي د يوې وړې ګستاخۍ جسارت دا دی، چي په پاکستان کي هر وخت د جمهوريت او عدالت لپاره آل پارټيز ډيموکرېټک الاينسونه جوړېږي، خو  د بدترينو آفتونو په وخت هيڅ الاينس نه وي؟ "اِدهر هم، اُدهر تم" والا پاليسي وي.

ساينس پر قدرتي آفاتو قابو ساتي او  سياست د انساني آفاتو مخنيوی کوي، خو دلته کي چي د هر آفت شدت وکتل شي، نو د ساينس او سياست ناکامي راڅرګنده شي. ساينسي چاره جوهي د دوي په ترجيحاتو کي نشته. يوه نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي ده. هغه هم داسي ښکاري، لکه چي هر وخت تر  آفت ځپلو په زيات ډيزاسټر کي وي.  د سياست به يې څه وايو، همدومره چي تر سېلابونو بدتره آفت دی. دوی د هر آفت د مخنيوي لپاره له دنيا امداد غواړي يعني د خېټي آفت په قراروي. په دې وخت کي هر څوک خپله نښه ولي. الخدمت او الملت تنظيمونو ته طلايي چانس په لاس ورشي، چي غربت زده انسانيت د خېرات په دام کي تړلی خپلې قيام ګاه ته راوړي. انسانيت چي څومره لاوارث وي، د دوی په ګټه وي. همدلته کي ورانکاري پيوند اخلي.

خو له دې سره داسي آفتونه د سرحدونو او تفريقونو نفي هم وکړي او څرګنده کړي چي انسانيت په خپل سرشت کي بېخي سيکولر دی.  په اوسني سخت ساعت کي انسانيت د انسانيت مرستې ته حاضر شو. بلا غرض، بلا امتياز بلکې په مرسته کي ټوله برخه د هغوي وه، چي موږ ورسره د امتياز دېوال ودرولی. مرستې کمې، ناکافي خو د انساني خواخوږۍ د ادا عکاسي يې قابلِ سوچ او قابلِ ديد وه. سايل صاحب به نن نه وايي، چي زموږ د بچي شور مغرب ته څنګ نه رسي؟ نن خو مغرب شور واورېدو، مشرق په غوږو کي ګوتې نيولي.

ازلي دښمن هند هم د ژوند سازوسامان متاثرينو ته ولېږلو. ګويا داسي پېغام يې ورکړ، چي که دوي د مرګ سازوسامان د اجمل قصابانو په لاس رالېږي خو موږ به دژوند سازوسامان ورلېږلو. څومره فرق دی په دې امپورټ او ايکسپورټ کي........!! يو بېخي د مسيحا رويې حامل او بل بې رحمه قصاب.......!!

پښتونخوا د ترهګرۍ په دوزخ کي د تعليمي بحران په حواله سخته آفت ځپلې وه. په اوسنيو سېلابونو کي تعليمي آفت په څو چنده شديد شو. د بي بي سي د رپورټ مطابق په پښتونخوا کي د سېلابونو له کبله اته سوه مکتبونه په بشپړه توګه تباه او پاتې د آفت ځپلو کورنيو مسکن ګرځېدلي دي. کوم کار چي نيمګړی پاته شوی وو، هغه پوره شو. د تعليمي آفت نتايج څومره خطرناک وي، ژور نظر لرونکي  يې ادراک لري.

يوه ډېره دلچسپه نکته دا وه، چي دنيا سېلاب ځپلو ګناهګارانو ته امداد لېږلو، نو شېبه شېبه يې پر معصومو واکمنانو د شک تاثر ورکاوه. معصوم واکمان هر وخت د ګناهګاره عوام په برخه شريک وي. دا هم زما ده، هغه هم زما او دا بله هم يعني "ميم زرما ټوله زما" دنيا اوس هم د غېر سرکاري لارو په تلاش ده. سرکاري لارې د سرکار تر کوره يا تر پنجاب پورې ......... وفاق او پنجاب پر امداد شريکې ماهدې ته سره ورسېدل. پښتونخوا د خپلو وسايلو په شان له امداد نه هم بې برخې پاته شوه. پښتونخوا حکومت احتجاج وکړ، چي وفاق موږ نظر انداز کړو. خو د اورېدلو څوک وو؟ پر داسي موقعو هر وخت د رياست او پښتنو د تعلق مشاهده شوې ده. چي دا يو او بل ته څومره پردي دي. دا پرديتوب منطقي دی، کاش چي څوک ورباندې د پوهېدلو هم وای. او تر څو چي نه ورباندي پوهېږو، هم داسي به دل کېږو. فطرت عمل وکړي، پر زمکه د تعلق نشاندهي وکړي، رشتې معلومې کړي، بېګانګي او بېلتون څرګند کړي، خو سترګې چرته وي، چي ددې مشاهده وکړي. فطرت تر ټولو لوی استاد دی، خو د فطرت د سبق لوستلو څوک راپکي نشته. بېخي جهالت او ناخواندګي ده.

د تعمير نو پروسه ډېره سخته او اوږدمهاله وي. دا وسايل غواړي، پخې ادارې او پخې ارادې غواړي. موږ څه لرو، پردې د سوچ کولو وخت دی. له سياست نه مو هيله ده، چي د څه وخت لپاره د تکراري زړو نقلونو نشريات ملتوي کړي .

"دا دستور دی چي له درده زګېروی خېژي"، په دې نيت چي چرته کي سره وينه نه بلکې يو منصوبه ساز ذهن به نه يې چي واوري، چي دا د وطن آفت ځپلې خاوره يو ارماني شانې فرياد کوي، دا خاوره، دا زمکه تحفظ غواړي.

زمکه دي له آفتونو په امان وي ، زمکه دي له جنګونو صفا وي، بارود دي نه وي، هېروين او کلاشنکوف کلچر دي د بلا په خُله وي. د ژوند سازوسامان دي پرېمانه وي او د مرګ آلات او جنګي ټيکنالوجي دي په اور پسې وي.

له خپلې زمکې سره د تجديدِ وفا وخت دی.

دا له آفت زده انسانيت سره د ټينګ کمټمنټ ورځ ده.

او د شرفِ انساني د بحالۍ لپاره د جدوجهد د منشور د ريپرېزنټېشن  لمحه ده.

احمدجمال 22.10.2010 16:33

کاکړه ياره ښې چارې !
له څه مودې راهيسې ستاسې ليکنې لولم، ليکنه که له يوې خوا مفغنو، اردو، فارسي،عربي، انګليسي لغاتونو يو څه روانه او بې سکتې کړي وي، خو له بل لوري لفاظۍ او معنوي افراط بې خونده کړې وي. کاش چې ستا ليکنه کې د ډېرې لفظي پيچدګۍ ځاي علمي اعتدال ونيسي. زه په دې ښه رسېږم چې غيبيات، ديني پانګه او اسلامي روح دې د حالاتو له وجې ښه نه ايسي، خو حيران دېته يم چې د سېکولرزم(دنياپالنه)او ساينس ددومره محبت سره سره ولې د هغه چا په خوي اوښتی يې چې هم ته ورڅخه شکایت لرې!! جذبه، بې انډوله نفسيات، افراطي جارحيت دې په ليکنه کې له ورايه ښکاري!
کاکړه ګله !
د عذاب خبره دومره ساده هم نده لکه څنګه چې يې ته يا بالمقابل بې تحليله او خيالي ملايان کوي(له علماو په معذرت). يوازې فحش ګناه نده، نه دا څوک ثابتولی شي کوم عالم دې کمپيوټر يا د تکنالوژۍ مثبت استعمال د ګناه موجب بللی وي، بلکې دروغ، غيبت، جهل، سود، د حق د پايمالۍ پرمهال بې طرفي، له ښځو سره ظلم، ظالمانو، غلو، خاينو، درواغجنو، پرديپالو ته رای ورکول، غلا، لوټ مار، د حق له دعوته ناسته،د اصلاحي اعمالو نيشتوالی، ژوند مهمل ګڼل، ددې کائناتو د پنځونکي ناشکري، نافرماني(په هره سويه)، خپل اصالت ته شا کول، ګناه ته دفن او هنر په سترګه کتل او په لنډه توګه له انساني اعلی معيارونو خلاف قدم پورته کول ګناه ده، د عذاب موجب او د امتحان ممکنه عوامل دي.
بل طرف ته عذاب دومره کمزوری هم نه وي چې علم او پلان دې ورته مخې ته دېوال شي . کترينا(د امريکامشهور طوفان) او سونامي چې د ساينس پلاننګ، قوت او شان نړاوه نو مخه يې چا ونيوله ؟ په هايټي کې پاخه کورونه ډېر لوېدلي که خام ؟ او که خام بيخي نشته پکې ؟ څه موده مخکې به دې د امريکې د خلايي ستوري چاودنه ياده وي ؟ علم څه وايي چې ولې ؟ په لويديځ او اروپا کې د مهلکو مرضونو د زيادت باره کې علم، سېکولرزم، سوشلزم،ازممممممم څه وايي ؟ تاسې به خبر ياست چې د نړۍ ترټولو متمدنه(؟) ټولنه امریکاکې د ځوانانو مرګ څومره دی ؟ او ولې دی ؟ خبر ياست چې په امريکا کې عموما د مرګ لومړي لاملونه څه دي او اثرات يې څومره دي ؟ دا زه نه وايم، بلکې د نړيوالو حقوقي، مدني او رفاهي ټولنو تحقيقات وګورئ ! په افغانستان کې جنګ دی، خو کلني مرګاني(وژنې،ناڅاپي مرګونه) تعدادونه د امريکا زيات دي، ولې ؟ بې دمعنوياتو له تشې پرته يې بل هيڅ لامل نشې پيدا کولی . له اخلاقياتو عاري علومو د کترينا او سونامي پر مهال د ښځو، پيمخو هلکانو، دکانونو او کورنيو حفاظت ولې ونکړی شو؟ ووينئ چې هغه مهال امريکا په څومره عاجزۍ د مرستې غوښتنه کوله ؟ خبره ددې نده چې کورونه خام دي او پاخه دي، نه پلاننګ د عذاب مخه نيولی شي. عذاب يو واقعي نزول دی، چې د قهار او جبار الله له لوري راځي ،خو دا توپير بيا اسانه ندی چې دا عذاب و، که امتحان ؟ د تحريکولو څه اشاره خو به نه وه ؟ بې ځايه طمع او منفي ذاتي انحصار خو به يې نه تقبيحاوه ؟ دا او ورته نورې خبرې د تامل وړ دي !

کاکړه ښکليه !
زه ملا يم(الحمدلله)، زه د اسلام او اسلامي ښوونو په اعجاز څه ناڅه پوهېږم، زه هم په سيمه کې د اسلامي ډلوپه بې تربيګۍ، بې پلانۍ، ناقص ادراک، لنډ موقف، بې حکمته پاليسيو ځورولی يم، خو تاته د پېښور په ماڼيوحاوي زرخريده، چاړا، بې پښتو، بې ثقافته سېکولر په سترګه هم نه ګورم. زه تاسره ستا د سېکولرزم په انتخاب کې مخالف يم او له موکې نه په استفاده د اسلامي تعليماتو د مستقيمې مطالعې او منلو بلنه درکوم، خو که په خپل موقف ولاړ يې نو د علم(قطعي ثبوت) په بنسټ درنه د موقف د ښکاره کوو هيله کيږي. زه د اسلامي اصولو په بنسټ د علم(ساينس) مخالف نه يم، خو معصوم يې هم نه ګڼم،د علم له اصل مصدر(الله) نه يې قوي نه ګڼم، د اخلاقو، مهذب اصيل ثقافت او معنوي اقدارو خلا نشي ډکولی، علم جزيات لټوي او اسلام کلي دراسه(study) غواړي، بند نه اچوي، خو سرې ليکې درمعلوموي.
کاکړه ګرانه !
که الخدمت او الفلان والفلان د انسانيت خدمت په يو منظم پلان کوي، نو ستا د نظريې تقاضا ده، چې اعتراف وکې او که له بېخه دې له اسلام سره څه ټکر وي نو اعلان وکه چې د استدلال اساليب رانه بې مقتضا نشي . راځه چې دلته د مادي قوت سالمې ودې بلنه وچلوو او هلته د روحي قوت جوهر وغواړو..دلته هم اصلاح، تعديل، تجديد ضرور وګڼو او هلته هم .

په درنښت

محترم احمد جمال صاحب!

د نظر او تبصرې دي يو جهان مننه کوم.

زما د ژبي پر استعمال او لفاظۍ د نقد دي هم درناوی کوم.

له اسلامي تعلمياتو سره  دي مينه ډېر د قدر وړ ګڼم. زه هم د اسلامي تعليماتو يو طالبعلم يم. ستا غوندي خلکو نظريات ما د اسلام دقيقي مطالعې ته نور هم متوجه کړي.

زما پر ليکنه چي دي کوم نقد کړی، د هغه دي درناوی کوم خو ځواب يې نه وايم. ځکه چي زما ليکنه پخپله ځواب وايي.

په ډېر احترام سره دا يوه خبره څرګندوم، چي ته زما په ليکنه ښه نه يې پوهه شوی، ځکه چي زما ليکنه سياسي وه او تا ورته په مذهبي چشمو کي کتلي دي. دين ته زه هم دومره درناوی لرم څومره چي يې ته لرې او يا يې بل مسلمان لري. زه د يو سياسي سسټم خلاف يم او داسي سسټم چي بېخي بې دينه اوبې  مذهبه سسټم دی.

ګرانه،

په دې اوږده تبصره دي بېخي خوشحاله شوم، کوشش به کوو، چي پر يو او بل پام کړو، د يو او بل د پوهولو هڅه وکړو. زه بېخي دنظر د اختلاف د زغملو توان لرم او هيله مي ده، چي ته به يې هم لرې. دا زموږ شريکې ستونزې دي، شريک حل به يې پېدا کوو.

هر څوک چي يې او هر چېري چي يې، خداي دي آباد او ښاد لره.

په درنښت

د "چنار" مسوول

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.