Kakar

مطلبي خبره: هم دا يې وخت دی / خان زمان کاکړ

03.11.2010 19:29

 

 

    

په کراچي کي د ټارګټ کلنګ او قتل عام سلسله داسي ښکاري، لکه چي حرفِ آخر نه مني. ځکه چي قاتل اخلاقيات نه مني، قانون، ضابطه او اخلاق هر وخت پر مقتول لاګو وي. رياست داسي چوکاټونه جوړوي، چي شريف المزاج انسانيت پکي سالنډی، ستړی او ستومانه وي. محنت جبر وي، د محنت مواقع اخيستل انسانيت خودکشيو ته مجبورول وي. د رياست پرورده نازولي د روزګار مواقع او د خلکو دسر سېوري د ځان جاګير ګڼي. زما په برخه دي راسره شريک وي، دا  وفاق دی، د وفاق د احساس شراکت مفروضه ده خو د ده په برخه کي زما مزدوري هم په سرونو لوبه ده، چوکيداري هم د غنډه ګردۍ او برېتورۍ په سايه ده. غنډه ګردي او برېتوري څوک روزي؟ له صدر زرداري سره انصاف کوونکی عدالت، د دولسم مئ د شهيدانو د ويني مقروض چوهدري افتخار د ملک په کونه کونه کي د برېتورو عدالتونه زغمي، هم يې په رسميت پېژني. د عدليې له لاري د انقلاب خوب ليدونکي، له محب وطن جرنېلانو نه انقلاب غوښتونکي........ له محنت کش عوام سره د انقلاب يوه لار ده، دا دواړه انقلاب غوښتونکي ډلې راپرځول، ډبول!! په عدالت او جرنېل کي انقلاب چرته وي، په دې کي خو جبر، استبداد او رجعت پټ وي.

د سيند وزير داخله ډاکټر ذوالفقار مرزا د اوسنيو خونړېو پېښو په غبرګون کي ويلي، چي کراچي ته که اوس امريکه هم راشي کنټرول به يې نه کړي. دا څه پېغام ورکول دي؟ د خپل ناکام رياست پر حقيقت مهر ثبتول نه دي؟ د اسفنديار د هغې خبرې اعتراف نه دی، چي کراچي په بېروت بدلېږي؟

محترم مرزا صاحب دا هم ويلي، چي هرې پېښي ته د ټارګټ کلنګ نوم مه ورکوئ.، دلته پر مينه، جايداد، ودونو او نورو معاملاتو هم قتلونه کېږي. درسته ده، خودا معاملات چي په خونړيو حادثاتو بدلېږي، د رياست ادارې چرته وي؟ سياست چي د خونريزۍ په موخه په ډګر کي درېږي، حکومتي رټ چرته وي؟  دا سوالونه وو، دا خدشات وو، اې اين پي د اليکشن نه بايکاټ اعلان کړوددې په ځواب کي  پر ځاي د دې چي سيکورټي ادارو د امن و امان د يقيني کولو په ذمه وارۍ الېکشن ملتوي کړې وې، برعکس د لاشونو تحفې ميلاؤ شوې.

په دې خبرو به يې ورسره څه شپېلو، رياست له ذمه واريو مبرا ګرځول شوی دی. کراچي يوازې نه ده، په ټول ملک کي چي چرته زمکه تنګه ده، سور تنور دی، هلته کي مسکن د پښتانه دی. د پښتنو مسکن چاته د زغملو نه دی. د مريتوب يو سخا پمن صورتحال ته مخامخ يو. د مستقبل په هکله مو بايد سوچ پر نورو زاويو مبني شي. "دلته کي هسې هم زموږ لمنې سپينې نه شوې". که د چا دا خيال وي، چي د پنجابي او مهاجر جاګير پاکستان به وي او پښتانه به پکي د يو خودمختار قوم په حېث شريک وي، نو بېخي لېونتوب او بې سري ده. دا جغرافيه، په دې کي د قومونو ايډجسټمنټ د يو سوکاله او سوليز ژوند لپاره په ځان کي هيڅ ګنجايش نه لري. د رياست پرورده ډلې له خپل فطرت نه مجبورې دي او پر خپل فطرت د عمل حق لري او موږ، موږ محنت کش او محکوم، زموږ فطرت څه دی. موږ که پر خپل فطرت عمل نه کوو، نو داسي مينځې، چي د مينځې پايڅې به مينځو، او هغه هم داسي چي د ټارګټ کلنګ او خودکش به حقدار يو.

باچاخان وايي "که موږ يو غريب قام يو، نو لازمه نه ده، چي هم به غريب يو او هم به مريي يو! که غريب يو نو لازمه ده چي آزاد شو او په آزادۍ کي خپل قومي افتخارات وساتو".

غلامي  او غربت جمع ټارګټ کلنګ او خودکش!! باچاخان څه وايي، ددې پېغام د ادراک څوک شته که نه اوس به هم د يوې بلې امن کمېټۍ تياري روانه وي او بيا به د اتحادي ګوندونو شريکه اعلاميه تېارېږي؟

په وينو لړلی انساني  محنت او  د ستړو بدنونو ويرې اخيستې خوله د دومره برداشت توان نه لري، څومره برداشت چي د پارليمان په ناتوانه فېصلو کي وي.

زمکني حقايق او پر زمکه کرلي نفرتونه او تضادونه دومره په اسانه نه شي هوارېدی، څومره په اسانه چي د حب الوطنۍ شرايط لاګو کېږي.

محنت کش انسانيت، مزدور پښتون په هر ځای کي په مجبوريو کي ښکېل دی. دا مجبورۍ زړه لړزونکي دي، د دې نه  سياستونه نور د خپلو مجبوريو په پلمه ځانونه نه شي غړولی. سياست به د خپلو مجبوريو وضاحت کوي، سياست به د جوابدهۍ مظاهره کوي.

وفاق يې مقدس تصور، د وفاق عملي مظاهره غواړو او حب الوطني يې نېکه رويه، وطن به شريک راثابتول وي.

عليحدګي څه ده، د عليحدګۍ تحريکونه په اصل کي پنجابيانو او مهاجرو چلولي دي. قامونه  دي د رياست له چارو عليحده وي خو  د قامونو پر زمکو دي د رياست کنټرول وي.

د پښتون په همدې تېره ګڼه کي د اې اين پي د صوبايي کابينې د غونډې په روداد کي د يو قرارداد برخه داسي لولو "د رياست په لويو عهدو بشمول صدر، وزيراعظم، سپېکر قومي اسمبلي، چېرمېن سېنټ، د مسلح فوځونو د مشرانو، د وفاقي کارپورېشنونو چېرمېنان، په وفاقي کابينه کي د دفاع، خزانې، تعليم او پلاننګ کمېشن کي د پښتونخوا او بلوچستان يو کس په نظر نه راځي". ژور لرونکي پوهېږي، چي بېګانګي او پرديتوب د کومې کچې دی.

دا بېګانګي او پرديتوب شديد دی، ددې د اظهار حق موږ لرو او ددې په ضد د مبارزې حق قام لري. وړاندي به قام ته ويل کېدل چي دا يې وخت نه دی او اوس به قام وايي، چي همدا يې وخت دی. مطلبي خبره دا ده، چي نور بايد د مطلب په ټکي سره وپوهېږو.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.