Kakar

د رهبرۍ سړی.........../ خان زمان کاکړ

19.05.2011 10:12

(اسفنديار ولي خان ته ډالې)

قصيده ګو نه يم، په چل د قصيدې باندې پوهېږمه نه
نه دغه وخت د مدحې وخت دی، نه اړتيا يې شته ده
د جنګ لمحې دي، خطرناکې شپې دي
د قام د سر د بقاء سوال، د مرګ او ژوند بريد پوله
نوره څلور کونجه نړۍ په درانه خوب ويده ده
موږ د جنګونو دوزخي غرمې په ځان تېرو
داسي څوک نشته چي دمه راکړي او سېوری راکړی
يو مي جانان دی، په يوازي سر مي سر ته ولاړ
د لوی دښمن په ضد سنګر ته ځي، ډګر ته راځي
په نره وايې، چي پښتون يمه، پښتون به ګټم
د قام سړی يم، د قامي سياست يون به ګټم
په خپل مرګي باندي راضي، ستاسو ژوندون به ګټم
دا مسيحا، دا په رښتيا د رهبرۍ سړی دی
دا په رنګ تور سړی، په زړه د آيينې غوندی دی
دا په کردار باندې بېخي باچاخانی مشر دی
خو کله کله بېخې هېښ پاتې شم
چي کله ووينمه داسي نادانۍ د خلکو
چي هر سړی لونګۍ تر سر کړي
ځان له ګرانه برابر کړي

24 april 2011

نور 22.05.2011 01:33

د څنار برښنایی پاڼی محترمو چلونکو ته سلام !
ډیر د خواښی ځای دئ چې تقریبأ هره ورځ د پښتو ژبی برښنایی پاڼی چې د ټولنی د ژوند هر اړخیزو برخوته خاصه پاملرنه په کې کیږی ، د انټرنیت په نړۍ کې وینم .
ګرانو وطنوالو !
زما دا لمړی ځل دئ چې د څنار پاڼی میلمه یم ،زه یی په لیدو او لوستلو ویاړم او پدې مناسبت ، زه د څنا چلونکو وطنوالوته مبارکی او د لا بریالیتوبونه هیله مند یم !
محترمو !
لکه څنګه چې دپاڼی له روحیی څخه مالومیږي، داپاڼه یوازی په پښتو ژبه د علمی، ادبی، ساینسی، هنری .... مسایلو څیړلوته په پام کې نیول شویده او د مطبوعاتو په نړۍ کې یی ځانه خپل ځای پیداکړی دئ .
نوم له همدې کبله زه د پانی دلا پرمختګ او د لوستونکو د پاملرنی راګرځیدو په خاطر داسې وړاندیز کوم :
ـ که مهربانی وشي ، چې پدی پاڼه دی پښتو نوم کیږدی " څنار "
ـ په جدی ډول باید دژورنالیزم اخلاقو ته پاملرنه وشي
ـ د بیان له آزادی نه ناوړه ګټه باید پورته نشي
ـ له لوستونکوسره داړیکو ساتل او دهغوی نظریاتو ته په درانه سترګه کتل
ـ د ټولوهیوادوالو لیکنی او نظریات چې د ژورنالیزم داخلاقو په چوکاټ کې وي ، پرته له کوم تعصبه اوبې له ځنډه نشرته سپارل
زما په باور، کچیری پورته وړاندیزونه په راتلونکی کې د هرډول مطبوعاتی واسیلی ( رادیو،تلویزیون، ورځپانه .....)له طرفه په پام کې وه نیول شي ، دهغی وسیلی اعتباربه نه یوازی د هغی د میناوالو په منځ کې زیات وی بلکې د هیواد او دنړۍ په کچه به یی اعتبار زیات شي . بریالی اوسی

لالا بټنوال 21.05.2011 12:52

ډېر په زړه پورې شعردی دجذباتوڅخه مومننه خوزمونږ دځينوپښتنوڅخه ګيله ده چې تر څو به داد انګرېزانو ټاپې په جیبونو کې ګرځوی بس دی ملک مو وران کړ په خپلو خلکو اومشرانو ټاپې مه لګوۍ دنیاڅه کوی اوتاسې څه کوۍ که څوک ځانته پښتون وایی نوداخو پښتونده چې خپل مشران بې قدره وښایی که غواړۍ چې بريا موپه برخه شی لږغوراودځان څخه وپوښتۍ چې مادپښتودپاره څه کړی مونږ ووچې دغازی امان اله خان په شا مودانګرېز ټاپه ولګوله اوخپل وطن مووران کړ مونږووچې سردارمحمد داود خان ته مولېونۍ وايه مونږ ووچې کله اجمل خټک دپاکستان په جېل دتورو تنبوشاته وو نوټولو به ويل چې پاګل دی زما زړه ډېرددې بدبخته قام څخه خفه دی چې ترڅو٠٠٠

پشتون 20.05.2011 14:44

خانزمانه وروره سلام
وروره دپښتنو دښمن ته شعرونه مه ډالې کوه،ما هم تر ډيره وخته هغوي دپښتنو مشران،دروسانو دوستان او دامپرياليزم دوښمنان بلل٠
خونن هغوی دپښتنو قاتلان دي او خپل پښتانه وروڼه دڅو ډالرو لپاره وژني او تر ټولو اول دوی دامريکا نږدي دوستان دي

بې نومه  پښتونه وروره!

هرڅوک چي يې موږ ستا نظر په دې موخه خپروو، چي لوستونګي وپوهېږي، چي په پښتنو کي څومره د بې بنياده او بې منطقه خبرو کولو رنځورې  رويې اوس هم موجودې دي. ستا ده دې بې ثبوته او جدباتي نظر د سمېدلو په هيله

د چنار مسوول

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.