Kakar

پښتو ..... / خان زمان کاکړ

21.02.2013 13:56

  1. پښتو خوږه لکه غزل د کاروان
    دومره زيږه او درنه ژبه لکه ږغ د لايق
    موږ پښتو شته کړو، په پښتو پايو
    زموږ د مينه کيسه خاص لکه فطرت د پښتو
    ما ته هغه وايي پښتو دي کړې
    او زه هغې ته وېم پښتو دي کړې
    له پښتو ونه وته مينه زموږ
    پښتو په موږه لوی احسان کړی دی
     او موږ پښتو کړله شتمنه ډېره
    هغې د ناز بلا خواږه اصطلاحات تخليق کړل
    او ما سندرې کړې ترې جوړې خرابات مي کړلې
    موږ له پښتو يو او پښتو له موږه
    موږ به په يو بل باندې وړه او په يو بل به پړه يو
    موږ به ژوندي يو دلته دواړه يا به دواړه مړه يو
    ۲۱ فروري ۲۰۱۳
ګل محمد وفا نيازی 21.02.2013 19:07

ښکلی شعردی له پښتنې ميني دي ځارشم خوښ مي شو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.