Kakar

مور او ممنوعه مواد / خان زمان کاکړ

07.03.2013 20:24

 

د مېکسيم ګورکي په ناول "مور"  کي د پاول ولاسوف مور نېلوفنا د خپل زوی په انقلابي نهضت کي د خپل ګډون پېل داسي کوي، چي له "ممنوعه موادو ډک بکس" په خلکو کي ګرځوي، مواد د زوی ويناوې او نورې تبليغاتي چاپي پاڼې دي، مور دا مواد په خلکو کي وېشي، مور ته تر هر څه دا بکس مقدس دی او په هيڅ حال کي يې هم له لاسه نه ورکوي. ددې تسلسل په اوږدېدلو د مور  بصيرت او بصارت پراخېږي، د زوی په تحريک کي منظمه برخه اخلي او په دې لار کي بدترين جبر و تشدد پر ځان تېروي، د زوی د قېد وبند اذيتونه  زغمي.  د مور په ګډون ګويا په تحريک کي د ټولنې د نيم اکثريت نمايندګي بحال شي او تحريک په رښتينې مانا د انساني ارمانونو امانتګر شي.

د پښتنو مور بي بي بېګم نسيم ولي خان چي کله د سياست په ډګر کي ظهور کوي، نو کټ مټ د پاول د مور غوندي د "ممنوعه موادو" ډک بکس په خلکو کي ګرځوي، ممنوعه مواد يعني باچاخان، خدايي خدمتګاري، سامراج دښمني، جمهوريت، سماجي انصاف او روشنفکري...... د نسيم بي بي دسياسي ظهور په عصر کي دا انتهايي ممنوعه او خطرناک څيزونه وو.

ددې عصر سماج د دو دريځونو درلودنکی و:

۱.د ښځې ذات خطرناک دی، دا د ګنا دوم نوم دی، زر، زن او زمين د فساد جرړې دي.

۲. باچاخان د ملک دښمن دی، تحريک يې د روس، هند او افغانستان ايجنټي کوي، د روشنفکري مطلب فحاشي خورول او مدرپدر آزاده معاشره غوښتل دي.

څه فکر کوئ چي د يو خطرناک ذات (ښځې) له خُلې د باچاخان، جمهوريت او روشنفکرۍ خطرناکې خبرې واورېدل شي، نو د رياست او سماج د مردانه غېرت عکس العمل به په کوم انداز وي، تعېش به د کومې کچې وي؟ د ښځې او شېطان دتعلق ماهر مُلا به په څومره جنوني کېفيت کي وي؟

دمحترمې بي بي نسيم ولي خان حثيت په ځينو حوالو د تاريخي اهميت حامل دی، موږ د يوې ځانګړې او مجردې شخصياتي څېړنې په ځای بايد  د يو شخصيت رول  په خپل يو تاريخي سياق و سباق کي مطالعه کړو.  د محترمې نسيم بي بي د رول بحث د يو تحريک او تاريخي پړاؤ د رول بحث دی. د هغې سياسي جنم او سياسي بلوغت د يو تحريک مرهونِ منت دی، د يو لوی پلار او لوی کور په سېوري پنځېدل او بيا د يو لوی سړي د ژوند ملګرې ګرځېدل او د يو لوی نهضت په تربيتي فضاء کي اوسېدل....... د فطرت په دې مهرباني کي د هغې د شخصيت د نشوونما امر حتمي وو. 

د نسيم بي بي د تنظيمي رول او سياسي فعاليت د معيار موضوع دومره مهمه نه ده، څومره چي له هغې سره په يو ځانګړي تاريخي پړاؤ کي تړلې ځينې حوالې مهمې دي.

تر ټولو مهمه حواله، چي نن د بي بي نسيم ولي خان د لمانځنې باعث ګرځي، نو هغه د پدرسري قدامت پسندۍ د ماتولو حواله ده، خو دا کرېډټ هم په اصل کي د هغه تحريک دی په کوم کي چي د پدرسري قدامت پسندۍ د ماتولو لپاره د مزاحمت صلاحيت موجود و خو تحريک چي ددې مزاحمت لپاره د کوم کرېکټر انتخاب وکړ دا يقيناً چي د هم دې کرېکټر يعني نسيم بي بي کمال کېدی شي.  دې کمال په داسي يو سماج کي تبارز وکړ چي په هغه کي د مېرمنو په هکله د يو "ناقص العقل" مخلوق تصور موجود و، دا تش ددې سماج الميه نه بلکې له پخواني فلسفي يونانه د جماعت اسلامي تر پاکستانه دا تصور موجود پاتې دی.

د دې سماج د ټولنيز غېرت او ننګ معيار ددې کچې دی چي چېري مردانه وقار ته د زيان د راجع کېدلو موقع راپېدا نه شي، د داسي صورتحال د مخنيوي لپاره دوه آپشنز د مېرمنو لپاره خلاص پاتې دي، يا کور او يا ګور!!، دريم آپشن به د بې سترۍ او سپين سترګۍ وي. زه نه شم وئيلی چي بېګم نسيم ولي خان د خپل کور دروازې ته لوېدلی اوسپنيز زنځير مات کړ بلکې يقيني خبره دا ده چي د باچاخان د کور دروازې ته هډو زنځير لوېدلی نه و.  د باچاخان تحريک د صنفي و جنسي امتياز په ضد د مبارزې خصوصيت درلود.

باچاخان په "زما ژوند او جدوجهد" کي ليکي "دا ملک چي څنګه د سړو دی، داسي ستاسو هم دی او دا ستاسو چي څنګه خيال دی چي سړي لوی دي او ښځه وړوکې ده، دا په اسلام کي نشته، لويي په عمل ده. که ښځه بااخلاقه، نېکه او پاکه وي نو هغه لويه ده او که دغه شان يو سړی وي نو هغه هم لوی دی او که دغه شان يوه  ښځه بدعمله، بداخلاقه وي، نو هغه وړوکې ده او که يو سړی هم دغه شان وي نو هغه هم وړوکی دی، په دې ملک کي ستاسو موږ سره يو شان حصه ده، ښځه او سړی د ګاډۍدوه پايې دي، که يوه پنچر شي نو ګاډۍ مخکې تلی نه شي".

د ښځو حقوق، تعليم، سياسي او ادبي فعاليت د باچاخان د تعليماتو په بنيادي نکاتو کي وو، د هغه تر مديريت لاندې چلېدونکې "پښتون" مجلې په خپلو ګڼو کي په دې باب ډېر زيات مواد خوندي ساتلي دي، د س ب ب او الف جان خټکې په تسلسل يې په انتهايي قدامت پسند سماج کي ښځو ته د تخليقي، ابتکاري او سياسي غوړېدنې لار په لاس ورکړه، دې بهير مخ په وړاندې نور ټولنيز انکشاف ته زمينه مساعده کړه او په تسلسل کي يې بېګم نسيم ولي خان تر ټولو دروند او په خپل نوعيت کي يوازينی تاريخي ماخذ هم په ځان کي کشف کړ، دا ماخذ په خپل ځان کي جامد پاتې نه شو، بلکې د بنسټيزې تيږې په توګه يې د مېرمنو د استازيتوب عمارت ته د هسکېدلو چانس مهېا کړ، نن چي په عوامي نېشنل ګوند کي د مېرمنو کوم لوی اکثريت، نمايندګي او سټېټس دی، په پښتنو کي بل چېري يې مثال نه شي کېدی. د قام پرستۍ په نوم  په څنګلوري روايتي  آرګن  کي لا تر اوسه په دې برخه کي جمود واکمن دی.

بيګم نسيم ولي خان د پښتني وطن د نيم اکثريت نمايندګي کړې، څوک يې له رول څخه مطمين دي يا نه، دا هيڅ مطرحه موضوع نه ده، اهميت ددې نکتې دی چي محترمې نسيم بي بي له رجعت سره په مقابله کي تر پايه ټينګه پاتې شوه او دتهېوکرېټک سماجي سېټ اپ سره د مصلحت په ځای يې خپل باغيانه او تخليقي فطرت په کار راوستو، ځکه خو هغه نن وايي "په ښځه کي د تخليق خوبي ده، دا يوه خدايي خوبي ده، دا په نارينه کي نشته".  

نسيم بي بي چي په کوم منظم انداز سياسي مېدان ته راوځي، تر دې وړاندي بل داسي مثال د مېرمنو په برخه کي له موږ سره په پښتني ټولنه کي موجود نه دی. هغې د پدرسري سماج د مردانه برترۍ غرور له خاورو سره خاورې کړ، ردِعمل لازمي و، ځکه چي د نارينه صاحبانو په ذهن کي دا  اقوال زرين ثبت پراته وو چي "نر د بهر او بازار باچا دی"، "د ښځې عقل په پونده کي دی" او "د ښځې يا کور دی او يا ګور دی". 

له چا سره دي سياسي اختلاف وشي خو د سياست حق ترې اخيستل بېخي ناروا او غېرمنصفانه رويه ده. نسيم بي بي په سياست کي د يوې بدترينې او جامدې قدامت پسندۍ مقابله وکړه. دا تور به څومره په شدت و چي باچاخان د پښتنو ستر مات کړ، خو څوک څه خبر وو، چي همدا به د باچاخان د تحريک په تاريخي درنښت کي يوی لوی کردار تر سره کړي، چي دا تحريک له هر ډول عقيدوی، نسلي او جنسي امتياز څخه پاک وو.

په هم دې تناظر کي نن اسفنديار ولي خان وايي: "زما د اويا کلنې مور د سياست مخالفينو خپلې پېغلې لوڼې د شېخ رشيد په څنګ کي کښېنولې".

د محترمې بي بي د شخصيت او سياست د  تبارز دوره د اويا له لسيزې پېلېږي، په سول افسرشاهي کي د خلکو مشري په زندان دننه پاتې وه، خو تحريک چا په زندان نه شو دننه کولی. د تحريک د تړون او پېوستون لپاره د نسيم بي بي رول په تاريخ کي نه شي نظرانداز کېدی، د هغې سياست د احتجاجي نوعيت و، مزاحمت يې په سرشت کي پېوند و.

محترمې بي بي په انتهايي نامساعدو حالاتو او د شکست وريخت په صورتحال کي له تحريک سره وابستګي پاللې، د ژوند د ملګري د اوږدمهاله قېد و بند اذيت ناکې شپې يې په صبر ګاللي او انتهايي سختې مرحلې يې پر ځان منلې دي.

زموږ د شخصيتونو د مجموعي تاثر د متنازعه نوعيت په تشکيل کي تر شخصي عواملو د حالاتو رول زيات پاتې شوی دی، د جنګ او مزاحمت په لمحو کي  د سترګو فطري بېنايي د حالاتو په رنګ ـــــ رنګ شي، په لوی افغانستان کي د دوزخ د تخليق کېدلو پر مهال د غلامې خاورې د تحريک سرنوشت په دوزخي کرښو ککړېږي  او کرکې ايجادېږي، رياست د خپل پلان په عملي کولو بوخت پاتېږي، وئيل دا غواړم، چي د قامي تحريک فعال شخصيات معطون بايد ونه ګرځول شي بلکې حالات طاعوني وو، رنځ د نړېوالي درجې و.

نن هم د وطن په بدن کي دوزخ غوړېږي، قامي تحريک د پښتنو د سر د بقاء مبارزه کوي، بېګم نسيم ولي خان وايي، چي نن تر هر وخت زيات د باچاخان د عدم تشدد ضرورت دی، په دې کي نجات دی او په دې کي د امن د يقين سرچينه ده.

په آخر کي يوه خبره بايد چي ياده کړل شي، په خپل ټاکلي زمان کي د بي بي نسيم ولي خان د قربانيو تقدس ته احترام نن زموږ په قامي فرايضو کي راځي خو په تنظيمي حواله چي په تحريک کي نن کوم حرکي (dynamic) خصوصيت توانا ساتل شوی دی، دې ته احترام پکار دی، ځکه چي نن قامي تحريک د خپل عصر ساينسي غوښتني په جدي توګه په پام کي ساتي.

د محترمې بي بي خدماتو ته د خراج عقيدت پېش کولو يوازينی صورت دا دی، چي د پښتنو په ټولنه کي دي  د حوا د لور آواز توانمن کړل شي، د جنسي امتياز په ضد دي مبارزه فعاله کړل شي او د پدرسري سماج د صنفي قوانينو او رويو خلاف دي  مزاحمت يقيني کړل شي. د محترمې بي بي او د هغې د نيمي نړۍ د حثيت او صلاحيت  د مطالعې  لپاره دي د ډاکټر فاطمه حسن په دې دو شعرونو عمل وشي

آنکهوں ميں نہ زلفوں ميں نہ رخسار ميں ديکهيں

مجه   کو مری   دانش  مرے  افکار ميں ديکهيں

پوری   نہ   ادهوری   ہوں  نہ   کمتر   نہ   برتر

انسان    ہوں  انسان   کے  معيار  ميں  ديکهيں

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.